پوسټ کوډ ۲۲۴۰۷۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۰۳

ډیلي مېل: له افغانستان د ټولو امریکایي ځواکونو وتل تېروتنه ده

افغانستان اوس په یو سخت وضیعت کې دی، ترهګرې ډلې هره ورځ د قوي کېدو په حال کې دي او په داسې حالاتو کې د امریکا له لوري د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه لویه تېروتنه ده.

ډيلي مېل ورځپاڼې په خپره کړې مقاله کې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ اوس القاعده ډله هم د قوي کېدو په حال کې ده او همداشان په یاد هېواد کې د خپلو ګټو لپاره ځينې ګاونډي هېوادونه هم جنګي ډلې روزي؛ نو ځکه باید امریکا په داسې حالاتو کې د ټولو سرتېرو د وتلو پرېکړه نه وی کړې.

مقاله کې همداشان افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت ته هم په اشارې ویل شوي، چې امریکا افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو، د نشه يي توکو د کښت کمولو او د القاعده د له منځه وړلو لپاره راغلې وه؛ خو اوس په داسې حال کې وځي، چې دا هر څه سرچپه روان دي.

ډيلي مېل یاده مقاله په داسې حال کې خپروي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړه تېزه شوي او همداشان په یادې ډلې کې دالقاعده غړو شتون هم ډېر شوی، چې تېره ورځ هم هلمند کې د هند جزیرې لپاره القاعده ۲۲ غړي ووژل شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement