پوسټ کوډ ۲۲۴۰۷۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۰ ۱۲:۵۵

بلوچستان کې ۱۲ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر ماښام د بلوچستان د اواران په مشکي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې، چې په پایله کې ۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

په ورته مهال بیا د پاکستان حکومت هم بلوچستان کې د خپلو پوځیانو وژل تايئد کړي دي.

د یادې پېښې مسؤلیت بلوچ بیلتونپالې ډلې منلی او زیاته کړې یې ده، چې په ماشکي سیمه کې یې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان ماین چاودنه کړې او ګڼ شمېر پوځیان یې وژلي.

یادې ډلې ته په لېږلې خبر پاڼه کې ویلي، چې په یاد برید کې یې د پاکستاني پوځيانو موټر هم په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

باید یاده شي، چې تېره ورځ په پښتونخوا کې هم څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو، چې مسؤلیت یې تحریک طالبان ډلې پر غاړه اخیستی وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement