پوسټ کوډ ۲۲۴۰۶۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۰ ۱۰:۳۴

افغان ځواکونو فراه کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

افغان ځواکونو تېره ورځ د فراه ولایت بالابلوک ولسوالي، په شیوان او فراه رود سیمو کې پر طالبانو سخت چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۱۹ غړي وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د ځانګړو کمانډو ځواکونو له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان، د مستغفر، لونګ، بریالي او اصف مومند ګروپونو پورې تړلي و، چې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې ورته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې د روژې په میاشت کې طالبانو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې جګړې تېزې کړې، چې افغان ځواکونو یې په بشپړ ډول دفاع کړې او یادې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement