پوسټ کوډ ۲۲۴۰۳۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۰ ۱۵:۰۲

هرات کې د سېلابونو را وتلو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سېلابونو را وتلو له امله ۱۲ تنه مړه شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن سې شنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) ته وویل چې په مړو شوو کسانو کې پنځه نارینه، څلور ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

هغه وویل چې تر دا مهاله د دوو تنو ماشومانو جسدونه لا نه دي پیدا شوي او په و ینا یې د پیدا کولو هڅې روانې دي.

د هرات والي ویاند په وینا د راوتلو سېلابونو له امله ۳۰۰ څاروي غواوي او پسونه هم له منځه تللي دي.

فرهاد زیاته کړه چې د دې ترڅنګ تیره شپه د هرات ولایت په ځینو نورو ولسوالیو کې هم تر بارانونو وروسته سېلابونه را وتلي چې له امله کروندګرو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د هرات د چارواکو په وینا د سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستې رسېدو په هدف کمېټه رامنځته شوې ده.

بلخوا د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې د هرات په ګډون په ۲۶ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، پنجشیر، پروان، کاپیسا ،بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، نورستان او د کابل ګډون سالنګونه هم شامل دي.

دغه ادارې ویلي چې په یادو سیمو کې به د اورښت کچه د (۱۰ نه تر ۲۵) ملي مترو پوری وري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement