پوسټ کوډ ۲۲۴۰۳۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۰ ۱۴:۵۸

جوزجان کې افغان ځواکونو ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

تېره ورځ افغان ځواکونو د جوزجان ولایت خانقا ولسوالي په چغچي سیمه کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۴ تنه وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.

له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو له لوري ځاي پر ځای شوي ۹ کړۍ ماینونه هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

که څه هم د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته تمه وه، چې طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کیني؛ خو دا ډله لاهم له مذاکراتو وېره لري او یواځې پر جګړه یې باور پوخ شوی.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم په خپله ټلویزوني مرکه کې ویلي و، چې طالبان وېره لري، چې افغان حکومت سره د خبرو په صورت کې به خپل جنګي ځواک له لاسه ورکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement