پوسټ کوډ ۲۲۴۰۳۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۰ ۱۲:۳۷

برتانيا: د افغان سولې لپاره نړیواله اجماع مهمه ده

نړیوال باید د افغان سولې پروسه کې خپل رغنده رول ولوبوي او د یو باثباته افغانستان لپاره نړیواله اجماع خورا مهمه ده.

د جنوبي اسیا، ملګرو ملتونو او مشترک المنافع هېوادونو لپاره د برتانیا دولت وزیر، احمد طارق د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، دوه اړخیزو همکاریو، او د افغان سولې پر سر خبرې کړې دي.

احمد طارق ویلي، چې د افغان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي او نړیوالو ته په کار ده، چې د واحد دریځ په درلودولو یاده پروسه کې خپله ټوله همکاري وکړي.

نوموړي دغه راز د سیمې هېوادونه هم مسؤل بللي او زیاته کړې یې ده، چې ګاونډي هېوادونه باید پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې یاده ډله د سولې خبرو ته وهڅوي.

اتمر هم په دې خبرو کې د برتانیا له مرستو مننه کړې او د افغان سولې لپاره یې د یاد هېواد مرستې او همکاري اړینه بللې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement