پوسټ کوډ ۲۲۴۰۲۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۵۹

هلمند کې ۱۰۶ طالبان ووژل شول

افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په نهرالسراج، ناوه، ګرمسیر ولسواليو او په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړی، چې د دوی د اته قومندانو په ګډون یې ۱۰۶ تنه وژلي، او ۳۷ نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو د طالبانو ۲۹ میله بېلابېلې وسلې، شپږ پایې مخابرې او ۵ موټر سایلکونه نیولي، او د دوی یو پټنځای یې هم له منځه وړی دی. باید یاده شي، چې طالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ سره سم جګړې ته زور ورکړی، چې د افغانستان د ملي پوځ فعالې دفاع کې درنو تلفاتو سره مخ دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement