پوسټ کوډ ۲۲۳۹۶۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۰ ۱۲:۱۹

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د افغان خبریالانو پر ساتنې ټینګار

په افغانستان کې د ۱۳بېلابېلو هیوادونو ګډ ماموریت د رسنیو د ملاتړ په هدف د افغان خبریالانو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې،فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ،ناروې، سویډن، یوناما، امریکا او انګلستان ماموریت نن دوشنبه مۍ دریمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځ په مناسبت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د افغان خبریالانو او رسنیو نه هرومرو باید ساتنه وشي.

یادو هیوادونو رسنۍ په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو لویه لاسته راوړنه بللې او له خپل اړخه یې د هغه پر ملاتړ باندې ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې د هغه کسانو د محاکمې غوښتنه شوې چې د رسنیو دکار کوونکو په وړاندې تاوتریخوالی تر سره کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو دغه ګډ ماموریت ویلي چې په دغه هیواد کې ښځينه خبریالانې او نور مسلکي خبریالان هم له ګواښ سره مخ دي او د دغه سي جرمونو معافیت یې ستره ننګونه بللې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان ازادې او خپلواکه رسنۍ په ستونزمنه توګه الس ته راغلي. ګڼ شمېر افغانانو خپل وخت، انرژي، پیسې او یو شمېر نورو د خپل ځان قرباني ورکړې تر څو دغه اړین عامه خدمت رامنځ ته شي. مونږ ژمنه کوو چې په دوامداره توګه به د ازادو او خپلواکه افغان رسنیو ملاتړ وکړو."

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ لپاره د خبریالانو پر ساتنې پر داسې مهال ټینګار کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د پيل څخه بیا تر دا مهاله په افغانسان کې څلور خبریالان وژل شوي چې درې تنه یې ښځینه خبریالانې دي.

روانه میاشت د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازماند افغان خبریالانو د وژنې لړۍ په درولو ټینګار کړی و او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د خبریالانو د وژنې دوسیې وڅیړي.

دغه سازمان همداشان له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا، جرمني او فرانسې څخه غوښتي "په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جنایتونو" په اړه د نړیوالو بنسټونو له څیړنو ملاتړ وکړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement