پوسټ کوډ ۲۲۳۹۶۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۰ ۱۲:۱۷

واشنگټن پوسټ: ښايي طالبان پر امریکايي اډو نور بریدونه هم وکړي واشنگټن پوسټ: ښايي طالبان پر امریکايي اډو نور بریدونه هم وکړي

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي، چې د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو برید ته په کتو ښايي دا ډله د امریکايي ځواکونو پر اډو او یاهم د یادو ځواکونو د وتلو په صورت کې پر امریکایانو نور بریدونه هم وکړي.

د ورځپاڼې په باور د طالبانو دا بریدونه ددې لامل شوي، چې امریکايي ځواکونه هم لاس په کار شي.
تېره شنبه طالبانو د امریکايي ځواکونو پر اډې توغندیز برید ترسره کړی و، چې په ځواب کې امریکا هم پر یادې ډلې برید وکړ.
که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې پر دې توافق شوی و، چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې وسله نه پورته کوي؛ خو یادې ډلې څو ځله له تړون څخه سرغړونه وکړه.
باید یاده شي، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د خوندي وتلو لپاره یو شمېر پوځیان او ځینې وسلې افغانستان ته استولې وې او ویلي وو، چې د طالبانو د احتمالي بریدونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement