پوسټ کوډ ۲۲۳۹۶۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۲۴

هراتیان؛ که طالبان اوربند و نه کړي پر وړاندې یې پاڅون کوو

هرات کې یو شمېر ځوانانو طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې باید اوربند ته غاړه کېږدي؛ که نه پر وړاندې به یې پاڅون وکړي.

هرات کې په سلګونو اوسېدونو  تېره ورځ لاریون کړی، او زیاته کړې یې ده؛ که چېرته طالبان له تاوتریخوالي لاس وانخلي؛ نو دوی به یې پر وړاندې به یې پاڅون وکړي.
په یاد لاریون کې ښځو، مدني فعالانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.
لاریون کوونکي وايي، چې طالبان باید نور له جګړې لاس واخلی؛ ځکه د امریکايي سرتېرو وتلو پروسه هم پیل شوې ده.
دوی زیاتوي، چې افغانان له څلوېښت کلنې جګړې ستړي شوي او طالبانو د خپلې جګړې په ټوله موده کې یواځې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
دوی ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته جګړې ته د طالبانو بله هیڅ پلمه نه ده پاتې او دا ډله دې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته بهانې نه لټوي.
د یاد لاریون ګډونوالو طالبانو ته خبر داری ورکړی، چې نور د جګړې او ملکي وګړو ته تلفات اړول د زغم وړ نه دي؛ خو که چېرته جګړې ته دوام ورکړي نو دوی به یې هم پر وړاندې راپورته شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement