پوسټ کوډ ۲۲۳۹۶۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۱۷

افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو دوه قومندانان وژلي

افغان ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالي کې پر طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې د دوی ۱۵ تنه وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د ځانګړو کومانډو ځواکونو قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې د طالبانو دوه قومندانان راشد او سعادت هم وژلي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې افغان ځواکونو د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
دغه راز افغان ځواکونو د طالبانو یو پټنځای او د دوی څلور موټر سایکلونو هم له منځه وړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement