پوسټ کوډ ۲۲۳۹۵۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۰۴

زابل کې د افغان ځواکونو له لوري طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د زابل مرکز اړوند د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې په پایله کې د یادې ډلې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  تېره ورځ د زابل مرکز اړوند افغان ځواکونو طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په یاده نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو د طالبانو ۵ موټر سایکلونه، یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ په کندهار کې هم د دوه مهمو سرګروپانو په ګډون ۱۷ طالبان د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement