پوسټ کوډ ۲۲۳۹۲۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۰ ۱۴:۵۲

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې د کرونا ۱۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۶۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۵ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه مۍ ۲(غويي ۱۲) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۹۲۲ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۶۶ یې مثبت او پاتې منفي و.

له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۰۲۸۸ او له کرونا ویروس نه د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۴۲ ته پورته شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ تنه بیرته له کرونا ویروس نه جوړ شوي چې دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۳۳۹۱ ته لوړ شو.

په افغانستان کې د کرونا د دریمې څپې پراخېدو مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شوي او تر دا مهاله څه باندې ۳۴۰ زره کسان هم واکسین شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement