پوسټ کوډ ۲۲۳۹۱۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۳۵

د زابل مرکز پر امنیتي کمربند د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي

د زابل امنیتي مقامات وايي چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند يې د وسله والو لوی برید پر شاتمبولی دی.

چارواکي زیاتوي چې پدې برید کې ۱۴ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي نن یکشنبه مۍ ۲ (غويي ۱۲) امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په یوه لوی برید کې د کلات ښار د ختیځ کمربند پر دو مرکزونو د سقوط په موخه جګړه وکړه چې ګډو افغان ځواکونو پر شا وتمبول.

ده زیاته جګړه چې په یاده جګړه کې چې د سهار تر دوو نیمو بجو پوري يې دوام در لود دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي وويل: "تیر ماښام وسله والو طالبانو د کلات ښار د کابل دروازې پر مسیر پر کمربندي ۲ پوستونو باندي شدیده جګړه وکړه چي ګډو ځواکونو پر وخت سیمي ته ورسیدل او برید يې پر شاه وتمباوه، پدې درنه جګړه کې د وسله والو ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپیان دي چې په وژل شویو کې يې ځيني قومندانان هم شامل دي، دغه راز زموږ ۲ پوليس وژل شوي او ۲ تنه نور امنیتي سرتیري ژوبل شوي."

دا دوهمه شپه ده چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند وسله وال طالبان ډله ییز بریدونه کوي.

تر دې یوه شپه مخکې هم د کلات ښار د لومړۍ حوزې اړوند د کمربند پر یوه امنیتي مرکز د وسله والو په برید کې یو پوليس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي.

د کلات ښار د امنیت په اړه د دې ښار اوسیدونکي اندېښنه ښيي او وايي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په وجه ګڼي اندېښنې ورته پیدا شوي.

خو د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې دوی د ښار د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر لري.

خپله وسله والو طالبانو د کلات د تیري شپې د جګړې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement