پوسټ کوډ ۲۲۳۷۸۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ غویی ۱۴۰۰ ۱۶:۲۹

په هند کې پر کرونا ۱۸ میلیون وګړي اخته شوي او ۲۰۰ زره نور مړه دي

هند په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۳۶۰ زره نوې مثبتې پېښې ثبت کړي؛ د مړینې شمېر یې درې زره درې سوه ته ورسید، چې له دې سره په ټول هند کې پر کرونا د اخته کسانو د مړینې شمېر ۲۰۰ زره کسانو رسېدلی دی.

له تېرو ۱۰ ورځو راپدیخوا په هند کې د کرونا ویروس د نويو پېښو شمېر په بېساري ټوګه لوړ شوی. هره ورځ په هند کې ۳۳۰ زره نوې پېښې ثبت کیږي او د کرونا ناروغۍ د شمېر د کمیدو نښې هم نه تر سترګو کیږي.

د چهارشنبې پر ورځ د اپریل ۲۸ / د غویی ۸ جان هاپکنز پوهنتون په هند کې د یوې شپې او ورځې د اخته کسانو شمېر ۳۶۰ زره ۹۶۰ اخته کسان ښودلي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هند کې پر کرونا ویروس اخته درې زره ۲۹۳ ناروغان مړه شوي، چې تر دې دمه په دغه هېواد کې لوړ شمېر ښیي.

د نجیلي کلیسا د مرستو ټولنې ويلي؛ له هندي روغتونونو څخه وررسیدلي خبرونه ټکان ورکوونکي دي.

د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ نړیواله ټولنه باید په هندوستان کې د لسګونه زره خلکو د مړینې او پر ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.

په هندوستان کې په میلیونونه خلک روغتیایي پاملرنې ته له لاسرسی پرته په بدمرغیو کې ژوند کوي. د هند روغتیایي سیسټم له کاره غورځېدلی؛ اکسیجن، چپرکټونه او درمل نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې هندوستان د نړۍ تر ټولو لوی د واکسینو تولیدوونکی هېواد دی؛ خو تر دې دمه د خپل یو میلیارډ و ۴۰۰ میلیون وګړیو دوه سلنې ته د واکسین په کولو کې پاتې راغلی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement