پوسټ کوډ ۲۲۳۷۳۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ غویی ۱۴۰۰ ۰۹:۳۳

د خوندي وتلو لپاره؛ افغانستان ته د ځانګړو امریکایي ځواکو کاروان په لار

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني "سنټ‌کام" خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې؛ له افغانستان د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره د هوایي ځواک تر څنګ د امریکایي ځواکونو؛ له ځمکې څخه ځمکې او له ځمکې څخه هوا کې د هدف ویشتونکو "خوځنده ځیرک توغندیو/ HIMARS" قطعه؛ له کویټ هیواد څخه د افغانستان په لور وخوځېده!

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومانداني خبرداری ورکړی، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال نظامې مداخلې کوونکو ډلو ته به سخت ګذار ورکړي او دوی ټول تدابیر او احتمالي ګواښونه سنجولي د همدې لپاره یې د افغانستان، منځني ختیځ او هند سمندرګي په سیمو پراخ هوایي څار پیل کړی، افغانستان ته د خوځنده ځیرک توغندي ویشتونکو ځواکونو تر څنګ د امریکا پوځ د کومانډو ځواکونو ځانګړی یونټ هم روان دی، چې د "خوندیتوب او ملاتړ ماموریت" په بریالۍ توګه تر سره کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement