پوسټ کوډ ۲۲۳۷۰۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۸ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۴۰

بلوچ جنګیالیو ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

د بلوچستان د ازادي غښتونکو ډله وايي ، چې دوی نن سهار پر پاکستاني پوځیانو برید کړی ، چې په پایله کې یې درې پاکستاني پوځیان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان د ازادي غښتونکو ډلې ویاند "میجر ګهرام بلوچ" سیحون نیوز ته په رالېږې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی جنګیالو نن سهار د کیچ ولسوالي په سندان سیمه کې هغه مهال پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې دوی له خپلو پوستو څخه د سیند دښتې پر لور روان وو.
نوموړي زیاته کړې، بلوچ جنګیالي د پاکستاني پوځیانو پر پوستو، قرارګاوو او موټریزو کاروانونو باندې د لویو بریدونو پلان لري او عام بلوچان باید له پاکستاني پوځیانو لرې و اوسي، چې د دوی په بریدونو کې قرباني نه شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement