پوسټ کوډ ۲۲۳۶۴۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۱۷

د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره ۶۵۰ امریکایي سرتېري افغانستان ته راځي

امریکا د خپل پوځ د خوندي وتلو لپاره افغانستان ته ۶۵۰ نور سرتېري رالېږي.

سي ان ان ټلویزیون د یو امریکایي پوځي چارواکي له خولې ویلي، چې امریکا  به د خپلو سرتېرو  د وتلو  بهیر د څارولو لپاره افغانستان ته ۶۵۰ سرتیري ولېږي تر څو پر دوی د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین له ځینو تجهیزاتو سره د خپلو سرتېرو د لېږولو پروسه تایید کړې ده.

راپور کې راغلي، چې یاد امریکايي سرتېرو تر دې وړاندې هم په سیمه کې ماموریت ترسره کړی او په پر مختللو وسلو او هوايي ځواکونو سمبال دي.

راپور زیاتوي، که چېرته طالبان د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه له کوم ګواښ سره مخ کړي دوی به تر دفاع وکړي.

 د یادونې وړ ده، چې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي و، چې دوی د خپلو سرتېرو د وتلو تیاری پیل کړی دی.

په ورته وخت کې پنتاګون هم طالبانو ته ګواښ کړی، که چېرته پر امریکايي سرتېرو برید وکړي نو سخت ځواب به ترلاسه کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement