پوسټ کوډ ۲۲۳۶۳۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۲۳

هلمند کې د قومندان حبیب په ګډون ۱۲ تنه طالبان ووژل شول

تېره ورځ افغان ځواکونو د هلمند په ناد علي ولسوالي کې د طالبانو د یو قومندان په ګډون ۱۲تنه وژلي

د ځانګړو کمانډو ځواکونو قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو د هوايي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو قومندان حبیب په ګدون لس تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې هوايي ځواکونه د نادعلي ولسوالي شنه سیمه هم د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

باید یاده شي چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې یو لړ تصفیوي عملیاتو کې د هملند ډیری ولسوالي دطالبانو له شتون پاکې کړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement