پوسټ کوډ ۲۲۳۵۶۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۶ غویی ۱۴۰۰ ۱۰:۱۹

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ پر امنیه قومندان چاودنه شوې

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ټپي شوی او د پوليسو یو بل منصبدار وژل شوی دی.

پېښه تېره شپه د ژړۍ او میوند ولسوالۍ ترمنځ په میراخور سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال رامنځته شوې.

د کندهار د منیت امر سمونیار غورځنګ افریدي نن دوشنبه اپرېل ۲۶ (غويي ۶)  ته وويل چې د ژړۍ امنیه قومندان سمونیار بصیر اڅکزی دا مهال په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندي دی او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

نوموړي زیاته کړه: "پوځي عملیات د ژړۍ او میوند ولسوالیو ترمنځ په میراخور سیمه کې روان وو چې په ترڅ کې يې د ژړۍ پر امنیه قومندان د ماین چاودنه شوې هغه ټپي شوی د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او د جنوب په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندي دی."

خو د کندهار یوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط  ته وويل چې په پېښه کې د صفر شپږ په نوم د پوليسو د یوې قطعې قومندان وارث په یاده پېښه کې وژل شوی.

ژړۍ او میوند د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې پدې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو شاهدي وې.

تر دې یوه ورځ مخکې د ژړۍ په ګاونډ پنجوايي ولسوالۍ کې د دفاع وزارت هوايي قواوو د هغه موټر بم د لمنځه وړلو ويډيو نشر کړې چې د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو غوښتل د پوځ پر یوه مرکز پرې مرګونی برید تر سره کړي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو مطبوعاتي دفتر وايي چې له یاد موټر بم سره يې پرون غرمه مهال ۳ تنه ځانمرګي بریدګر هم په نښه کړي.

د کندهار تر ارغنداب ولسوالۍ وروسته په ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې ګډو افغان ځواکونو له تیري اونۍ راهیسې پوځي عملیات پیل کړي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د وروستیو امنیتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement