پوسټ کوډ 223377
نیټه خپرول: پنج شنبه 2 غویی 140011:34

افغان ځواکونو زابل کې ۱۵ طالبان وژلي

افغان ځواکونو تېره ورځ زابل ولایت کې د طالبانو پر یو شمېر سیمو چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۱۵ غړي وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د زابل ولایت په شمولزایي او ارغنداب ولسوالیو کې ترسره شوي، چې په کې د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
باید یاده شي، چې افغان حکومت طالبانو ته تل د سولې وړاندېز کړی؛ خو دا ډله سره له دې، چې هره ورځ تلفات ورکوي، بیا هم د سولې خبرو ته حاضره نه ده.
تېره اوونۍ د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړو هم رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د طالبانو مذاکراتي ټیم د سولې خبرو ته نه حاضریږي او یواځې په جګړه ټینګار کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement