پوسټ کوډ 223376
نیټه خپرول: پنج شنبه 2 غویی 140011:32

پاکستاني پوځیانو یو بلوچ ډرایور وژلی دی

د بلوچستان رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني پوځیانو د بلوچستان په کیچ ولسوالي کې یو ډرایور چې تیل یې لېږدول، وژلی او موټر یې تر وړی دی.

د راپورونو له مخې وژل شوی کس علیم نومیږي او یاده پېښه د کیچ په کلبر سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان ځايي خلک وايي، چې د یادې پېښې تر شا د پاکستاني پوځیانو لاس دی او زیاتوي، چې بلوچستان کې پاکستاني پوځیان د بېوزلي او بېکارۍ له امله ځايي خلک درنو کارونو ته مجبوروي.

دوی وايي، بلوچستان کې ماشومان، سپین ګیري، ځوانان او محصلین ټول په درنو کارونو اخته دي او د دوی ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

بلوچان وايي، که څه هم دوی درانه کارونه کوي او ټوله ورځ یې په مزدوري تیریږي؛ خو پاکستاني پوځیان بیا هم دوی ته اجازه نه ورکوي، چې له دې لارې خپل ژوند په سمه توګه مخته یوسي.

بلوچان پر دې باور دي، چې یوازې د خپلواکي په تر لاسه کولو سره کولاي شي، چې د پاکستاني پوځیانو له ظلم نه خلاص شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement