پوسټ کوډ 223374
نیټه خپرول: پنج شنبه 2 غویی 140010:31

پر سرینا هوټل برید له ۲۰ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان مرکز کوېټې ښار سرینا هوټل کې تېره شپه درنه چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور پاکستانې پوځیان وژل شوي او ۱۲نور سخت ټپیان دي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند "محمد خراساني" ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د یاد برید مسولیت منلی دی.
خراسانی وایي، چې د کوېټې سرینا هوټل کې د پاکستان د پوځ د افسرانو مېله وه، چې د دوی د ډلې د انتحاري بریدګر ښکار شوه، چاودنه کې د هوټل ودانۍ اور اخیستی، او پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو له قوله په یاد برید کې څلور تنه وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او د یو شمېر نورو پاکستاني پوځیانو حالت اندېښمن دی.
رسنۍ زیاتوي، چې د تحریک طالبان پاکستان  موخه پاکستان کې د چین سفیر و چې له منځه یې یوسي.
که څه هم پاکستاني رسنیو د ۱۶ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی؛ خو ویل کیږي، چې په یاده پېښه کې د ځینو مهمو افسرانو په ګډون تر ۲۰ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement