پوسټ کوډ 223336
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 غویی 140014:28

کابل کې موټر بم چاودنې اووه کسان ټپیان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره شپه په کابل ښار کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه اپرېل۲۱( غويي لومړۍ) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه موټر بم برید تیره شپه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په (شهید څلورلارې) کې شوی دی.

یاد وزارت ویلي چې په دغه موټر بم چاودنه کې شپږ امنیتي منسوبین او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې یاد موټر بم برید تیره شپه څه باندې ۹ بجې هغه مهال شوی کله چې د ملي امنیت منسوبینو یو کاروان له سیمې څخه د تیرېدو په حال کې و.

د کورنیو چارو وزارت تائید کړې چې په دغه موټر بم ځانمرګي برید کې نژدې دکانونو او کورونو ته مالي زیان رسېدلی دی.

تر دا مهاله د دغه موټر بم ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement