پوسټ کوډ 223324
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 غویی 140013:22

رولانډ کوبیا: طالبانو نړیوالې ټولنې ته سپکاوی کړی

دافغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په یو ټویټ کې ویلي، دا د اندېښنې خبره ده، چې د دوی د ډېرو هڅو سره طالبان بیا هم د ترکیې ناستې کې ګډون ته نه دي حاضر شوي.

نوموړي ویلي، چې اروپایې ټولنه، د ترکیې حکومت اوافغانان د طالبانو پر دې کړنه خوښ نه دي.
کوبیا زیاته کړې، طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري؛ نو ځکه یې د استانبول ناسته ځنډولې ، چې دا په ښکاره نړیوالې ټولنې ته سپکاوی دی.
کوبیا زیاتوي، چې د ترکیې ناستې کې د طالبان نه ګډون دا ثابتوي، چې دوی ډېر امتیازات غواړي خو هېڅکله به داسې کوم څه و نه شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement