پوسټ کوډ 223318
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 غویی 140013:16

الله نظر بلوچ: د پاکستان سیاست مذهبي افراط ګرايي خپروي

د بلوچستان د ازادي غوښتونکي ډله رهبر ډاکتر الله نظر بلوچ وايي، نړیوال قدرتونه باید پوه شي، چې د پاکستان سیاست مذهبي افراط ګرايي خپروي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د پاکستان حکومت له تحریک لیبک پاکستان  ډلې سره هوکړه کړې، چې د فرانسې سفیر له پاکستان څخه وباسي.
د بلوچ په خبره تحریک لیبک پاکستان یوه افراطي ډله ده او پاکستان حکومت هم نړۍ ته د خپل افراطيت ښودنه کوي.
هغه په روانه میاشت کې افغانستان او ایران کې د ۶ بلوچ کډوالو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، چې موږ له نړیوالو دا غواړو، چې د نړۍ په ګوټ کوټ کې باید بلوچ کډوال له پاکستاني پوځیانوڅخه وساتل شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement