پوسټ کوډ 223316
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 غویی 140012:50

نیویارک ټایمز: له افغانستان د سرتېرو ایستل د امریکا تاریخي تېروتنه ده

افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل له وخت مخکې دي او که بایډن خپل سرتیري وباسي؛ نو دا به د امریکا په تاریخ کې لویه تېروتنه وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو په خپره کړې مقاله کې ویلي، چې که امریکا افغانستان یواځې پرېږدې؛ نو دا وېره شته، چې په یاد هېواد کې به یوځل بیا ترهګرې ډلې سر راپورته کړي او د اسامه بن لادن هغه نظریه به په حقه ثابته شي، چې ویلي و، امریکا به په اخر کې تېښته وکړي.
مقاله کې وړاندې راغلي، چې که امریکا له شلو کلونو وروسته له افغانستان څخه وځي؛ نو دا مانا لري، چې هم خپلې او هم د افغانستان ګټې په اوبو لاهو کوي.
که څه هم د امریکا ولسمشر بایډن ویلي، چې له افغانستان څخه د می له لومړۍ نېټې څخه به د امریکايي سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شي؛ خو تازه جنرال مک کینزي ويلي، چې پر داسې یو طرحې کار کوي، چې افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره یو شمېر امریکايي سرتېري پاتې کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement