پوسټ کوډ 223314
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 غویی 140011:58

پنجوایي کې چاڼیز عملیات؛ طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ افغان ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې د طالبانو پر سیمو چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۱۵ غړي وژلي او ۵ نور یې سخت ټپیان کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې په خبره، افغان ځواکونو ارغنداب او پنجوايي ولسواليو کې د طالبانو له لوري په لویو لارو کې اېښودل شوي ۳۱۰ بېلابېل ماینونه هم له منځه وړي.

باید یاده شي، چې د کندهار ارغنداب ولسوالي کې د طالبانو له لوري په عامه ځایونو او لویو لارو کې ګڼ شمېر بمونه اېښودل شوي، چې یواځې ملکي وګړي پرې قرباني کیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement