پوسټ کوډ 223308
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 غویی 140010:22

د استانبول کنفرانس وځنډېد

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې په اړه جوړوېدونکی کنفرانس له ټاکلې مودې ځنډېدلی او له اختر وروسته به ترسره شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم د ترکیې "خبر ترک" ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې له ملګرو ملتونو، قطر او امریکا سره له خبرو وروسته پر دې مشوره شوې، چې یاد کنفرانس به له ټاکلې مودې وروسته ترسره کیږي.
تېره ورځ طالبانو هم ویلي وو، چې یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره له ځینو هیوادونو سره مشورې روانې دي او که اندېښنې یې لرې شي؛ نو د ترکیې ناسته کې به ګډون وکړي.
که څه هم طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې کومې اندېښنې لري؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، چې که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټې ونه وځي؛ نو دوی د سولې خبرو ته نه حاضريږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement