پوسټ کوډ ۲۲۳۲۸۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰ ۱۶:۳۸

ننګرهار کې سږکال د ګلابو حاصلات ډېر شوي

د ننګرهار د کرهنې رياست مسؤلين وايي چې د ننګرهار د درې ولسوالیو اچين، دره‌نور او سپين‌غر ولسواليو کې په ۵۱۰ جريبه ځمکه باندې د ګلابو بڼونه موجود دي چې له دغو کروندو څخه سږکال ۱۳ میلیونه او ۸۶۰ زره افغانۍ عايد ترلاسه شوی دی.

د دې ولايت د کرهنې رياست رئيس انعام الله صافي په وينا، د ګلابو هر جریب ځمکه په اوسط ډول تر ٧٠٠ کیلو ګرامه ګلانو حاصل ورکوي چې په وري میاشت کې ګل ورکونه پیلوي او ٣٥ ورځې ګل ورکونه دوام مومي.

ګلاب د ننګرهار په هغو ولسواليو کې ښه پايله ورکوي، چې هوا یې سړه او د سمندر له سطحې څخه یې لوړوالی زیات وي.

د مسؤلينو په وینا، د ګلابو په دې کروندو کې یوشمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د ګلابو بڼ لرونکي هم د ګلابو له کرکېلې خوښ برېښي او وايي، د کوکنارو په پرتله د ګلابو کرکېله ورته هم اسانه ده او هم ښه عايد ترې ترلاسه کوي.

د کرهنې وزارت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د ګلابو د عطر دوه کارخونې کار کوي چې له ځایي بزګرو څخه ګلاب اخلي او بيا ترې عطر توليدوي.

اورځلا او افغان رووز (Afghan Rose)  هغه دوه کارخونې دي چې په ننګرهار کې د ګلابو او نارنجو څخه عطر توليدوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement