پوسټ کوډ 223278
نیټه خپرول: سه شنبه 31 وری 140016:10

غني: طالبانو ارغنداب کې سلګونه پلچکونه وران کړي او ماینونه یې کرلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسله والو طالبانو د دغه هیواد زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی.

ولسمشر غني نن سې شنبه اپرېل۲۰(وري ۳۱) په ارګ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې که د جوړولو قوت یې نلرئ د خرابۍ مخه یې ونیسئ.

نوموړي زیاته کړه: "د طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی. نو زه ورباندې ناره کوم، ولې ورانوی، ولې خرابوی؟ که د جوړولو قوت نلری، که مثبت پروګرام نلری حد اقل د خرابي مخه ونیسی."

ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره وویل چې په یاده ولسوالۍ کې دوه لوی پلونه او سلګونه پلچکونه د طالبانو لخوا وران شوي او په وینا په ټوله ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل که تاسو (طالبان) د ارغنداب کیسه تکراروي نو په وینا یې ولس به خپله قضاوت وکړي.

بلخوا د ننني پروګرام پر مهال په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰۰۰ تکمیل شوي پروژې هم پرانیستل شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې پر یادو پروژو پنځه میلیارد افغانۍ لګښت راغلی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د افغانستان زېربناو ته د زیان اړولو په اړه د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement