پوسټ کوډ 223273
نیټه خپرول: سه شنبه 31 وری 140015:31

دې هیل: شرایط حساس دي؛ افغانان دې یو موټی شي

نړیوالو په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره خپله هر ډول همکاري کړې او اوس افغانانو ته په کار ده، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته سره یو موټی شي، ترڅو تېرې تجربې تکرار نه شي.

دې هیل نشریې ته، افغانستان کې د بلغاریا پخواني سفیر په لېږلې مقاله کې لیکلي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته که افغانان خپلو کې یو موټي نه شي؛ نو ښايي د افغانستان وضیعت یو ځل بیا پخواني حالت ته ور وګرځي.
په مقاله کې وړاندې راغلي، چې افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل له وخت مخکې دي؛ خو که افغانان خپلو کې یو موټی شي؛ نو لرې نه ده، چې یاد هېواد به ډېر ژر په پښو ودریږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement