پوسټ کوډ ۲۲۳۲۵۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰ ۱۲:۲۴

د اسټرلیا لومړی وزیر: د روان کال تر پایه خپل ټول سرتیري باسو

وروسته له هغې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه په ډاګه شوه، اوس اسټرلیا هم له افغانستان څخه د روان کال ترپایه خپل ټول سرتیري باسي.

د اسټرلیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي، چې افغانستان کې یې د سرتېرو ماموریت پای ته رسېدلی او نور نه غواړي، چې په یاد هېواد کې خپل پوځي ماموریت ته ادامه ورکړي.
موریسن زیاته کړې، چې سرتېرو یې په افغانستان کې اوږده موده تېره کړې او نور وخت را رسېدلی، چې خپل ټول سرتیري بېرته هېواد ته راستانه کړي.
باید یاده شي، چې اوس مهال افغانستان کې ټول ۸۰ اسټرلیايي سرتیري شتون لري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement