پوسټ کوډ 223197
نیټه خپرول: دوشنبه 30 وری 140014:33

روسیه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا کې همکاري کوي

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسیې سفیر په دې ليدنه کې ویلي، چې افغانستان کې سوله کولای شي، چې د سیمې هېوادونو په اقتصادي وده کې چټکوالی راولي؛ نو ځکه افغانستان کې جګړه د سیمې په زیان ده.
ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه افغانستان کې د دایمي سولې ملاتړې ده او یاد هېواد ته به د سولې په راوستو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه ده او روسیه ژمنه ده، چې د یادې اجماع په پیاوړتیا کې به خپلې مرستې ډېروي.
باید یاده شي، چې روسیې تر دې وړاندې هم د افغان سولې پروسې کې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement