پوسټ کوډ ۲۲۳۱۸۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ ۱۲:۵۹

بغلان کې د قند پر فابریکې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې پر قند فاریکې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن دوشنبه اپرېل ۱۹(وري ۳۰) ته وویل یاد برید چې تیره شپه د وسله والو طالبانو لخوا شوی په وینا یې د څو ساعتونو لپاره یې دوام لاره.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې په دغه نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د تیرې شپې په نښته کې دوه افغان امنیتي منسوبین هم وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل د قند فابریکې اړوند صنعتي شهرک سقوط کړي، خو په وینا یې ونه توانېدل.

د بشارت د معلوماتو په اساس په دغه نښته کې د قند فابریکې کار کوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مالي زیانونه هم نه دي رامنځته شوي.

د بغلان د قند فابریکه د پلخمري له مرکز څخه په ۲۵ کیلومترۍ کې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې موقعیت لري.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement