پوسټ کوډ 223179
نیټه خپرول: دوشنبه 30 وری 140011:43

امریکا: له افغانستان څخه وځو، چې پر نورو مهمو مسایلو تمرکز وکړو

د امریکا حکومت وایي د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو ګواښونه موجود دي، نو ځکه یوازې په افغانستان کې د سرتېرو حضور ارزښت نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له اې بي سي ټلویزیون سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې په ګڼو اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو شته دي نو ځکه دوی پرېکړه کړې چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي او پر نورو مسایلو تمرکز وکړي.

تر دې وړاندې هم امریکايي رسنیو ویلي وو چې ترهګرې ډلې امریکا ته په نږدې هېوادونو کې فعالیت کوي چې له همدې امله امریکا غواړي په وچه کې له را ګیر افغانستان ووځي او پر نورو مهمو مسایلو تمرکز وکړي.

ښاغلي بلېنکن دغه ‌راز، د طالبانو هغې ژمنې ته چې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره‌ یې د تېر کال د دوحې په تړون کې کړې، هم اشاره وکړه او ویې‌ ویل، طالبانو ژمنه کړې چې القاعده یا نورو ترورېستي ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر متحده ایالاتو بیا برید وکړي.
هغه زیاته کړه موږ طالبان مسؤل بولو چې پر دغې ژمنې ودرېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement