پوسټ کوډ 223176
نیټه خپرول: دوشنبه 30 وری 140011:26

افغانستان کې جګړه؛ شپږو ورځو کې ۷۹ ملکیان مړه او ټپیان شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د روان ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له ۲۲ نه بیا د همدې میاشتې تر ۲۶ مې ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون نن دوشنبه اپرېل۱۹(وري ۳۰) ویلي چې له یادو ملکي وګړو څخه ۳۹ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو په اساس په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو په اساس ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په کندهار، ننګرهار، فراه او پروان ولایتونو کې د چسپکي ماین او سرک غاړې ماین چاودنو او وسله والو بریدونو کې اوښتې ده.

یاد کمېسیون د یادې مرګ ژوبلې لامل وسله وال طالبان او نا پيژندل شوي کسان بللي، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او سولې ټینګېدو باندې ټینګار کړی دی.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا «یوناما» روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې په افغانستان کې د جګړو له امله ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دغه تازه شمېرې پر داسې مهال خپریږي چې په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو او تاوتریخوالي کمېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement