پوسټ کوډ 223172
نیټه خپرول: دوشنبه 30 وری 140010:02

‏د افغانستان د راتلونکې په اړه هېڅ تضمین نشته

د امریکا د امنیت شورا سلاکار جک سليوان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او د افغانانو د راتلونکي برخليک په اړه هېڅ تضمین نشته.

نوموړي ويلي چې، افغانان بايد اوس د خپل هېواد څخه د ساتنې لپاره چمتووالی ولري، ځکه اوس د‌دې وخت رارسېدلی چې امريکايي ځواکونه بايد افغانستان پرېږدي او خپل هېواد ته راستانه شي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي ؤ چې اوس د دې وخت دی امريکايي سرتېري بايد له افغانستانه ووځي او امريکا دغې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

تمه ده چې د امريکايي ځواکونو په شمول د ناټو غړي هېوادونه خپل ټول ځواکونه د روان زېږديز کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه بهر کړي.

په ورته وخت کې افغان چارواکو هم ویلي چې د امريکا او ناټو پرېکړې ته درناوی لري او ډاډ يې څرګند کړی چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له خپل هېواد او هېوادوالو څخه په بشپړه توګه ساتنه وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement