پوسټ کوډ ۲۲۳۱۳۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۰ ۱۴:۲۸

انګریت کارنبایر: جرمني دې د همکارو افغانانو ژوند خوندي کړي

د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وايي، چې له خپل حکومت یې غوښتنه کړې، ترڅو د هغو افغانانو ژوند ته پام وکړي، چې یاد هېواد کې یې جرمني پوځیانو سره همکاري کړې ده.

نوموړي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکې حل‌لارې لپاره کار روان دی، ترڅو هغه افغانان هم له ځان سره بوځي، چې له دوی سره یې مرسته کړې او اوس یې ژوند په خطر کې دی.

 باید یاده شي، چې اوس مهال افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ جرمني سرتېرو شتون لري، چې ۳۰۰ افغانان ورسره په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement