پوسټ کوډ 223078
نیټه خپرول: شنبه 28 وری 140014:50

د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان له دریځ نه یو خبر

د پاکستان د پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ نن ورځ د پاکستان پارلمان کې د اعتراض په ډول وویل، چې د پاکستان پوځي حکومت، د پاکستان دیپلماسي یرغمل کړې او د افغانستان د سولې د پروسې اړوند د پاکستان دریځ او کردار یې؛ له پارلمان پټ ساتلی، همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته هم مالومات نه شته، چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان دریځ څه دی.

داوړ د پارلمان؛ له مشر غوښتنه وکړه، چې د پوځ له لوی درستیز څخه د افغانستان د سولې په اړه وضاحت وغواړي.

همدارنګه یې د پاکستان پارلمان ته وویل، چې دا به؛ له ګواښ ډکه پایله ولري، چې خلیلزاد او د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بندو دروازو شاته د پاکستان د پوځ په مرکزي قومانداني کې پرېکړې کوي او د پاکستان په ملکي حکومت باور نه لري او نه هم څوک په دې اړه مالومات ورکوي.

داوړ د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل، چې د پاکستان د لبیک تحریک TLP د پېژندګلوي اړوند د څېړنو لړۍ، چې د پوځ په غوښتنه تړل شوې باید بېرته پیل شي.

د پاکستان د لبیک تحریک چا جوړ کړی او د کومې موخې لپاره خلک جهاد او افراطیت ته رابولي؟

د طالبانو او د پاکستان د لبیک تحریک تر منځ څه اړیکه ده...؟ دا او دېته ورته پوښتنې باید مسولانه ځواب شي!

طالبان مو ولې جوړ کړل، د څه لپاره مو افغانستان کې وجنګول او ولې یې ملاتړ کېږي؟

که د پاکستان پوځ د پاکستان ملکي حکومت ته د پرېکړو حق ور نه کړي، هیڅ کله به پاکستان د پردیو لپاره د کرایې؛ له جګړې بهر نه شي او همدا د جنګي قراردادونو اخیستل د پاکستان بربادي ده!

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement