پوسټ کوډ ۲۲۳۰۵۶
نیټه خپرول: شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۰ ۱۲:۱۸

په زابل ولایت کې ۱۶۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

د زابل شاجوی ولسوالي د دغه ولایت یوه لیرې ولسوالي ده، په دغه ولسوالۍ کې اوس، اوس د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي.

خو د څو کلونو راهیسې دلته ماشومان تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د دغه ښوونځي ښوونکی احمدخان وایي، زده‌کوونکي له لېریو سېمو دلته زده‌کړو لپاره راځي، که چېرې دغه ښوونځی جوړ شي موږ به نور په دغو خاور کې درس نه ورکوو.

د دغه ښوونځي یو بل ښوونکی عبدالصبور بیا وایي، ورځ تر بلې هوا مخ په ګرمېدو ده، دوړي او خاورې ډېرې دي، غواړو چې دغه ښوونځی ژر تر ژره چمتو شي.

ځايي مسوولین وايي، زابلي ماشومانو ته د زده‌کړو لپاره د زابل په يوولسو ولسوالیو کې د ۱۶۳ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي، خو تر دې مهاله د قلات ښار په شاجوی ولسوالۍ او ځېنو نورو سیمو کې یوازې د ۲۵ ښوونځیو ودانۍ یې ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

د زابل د ښاري تړون پروګرام مسوول منیراحمد وایي، د زابل بانک ته د ۱۶۳ ښوونځیو له ډلې یوازې د ۵۳ ښوونځیو جوړېدو لپاره پېسې راغلي دي، او په دغو ۵۳ ښوونځیو کې ۲۵ ښوونځي چمتو شوي دي او ۲۸ ښوونځي چې د هوا سړېدو له امله یې کارونه درېدلي و، بېرته یې کارونه پیل شوي دي او په لنډه موده کې به د دغو ښوونځیو د جوړېدو چارې بشپړې شي او د زابل د پوهنې ریاست ته به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

که څه هم د زابل ولایت سیمه‌ییز چارواکي د دغه ولایت په لېرو پرتو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو د نه‌شتون په اړه اندېښمن دې، خو د نویو جوړېدونکو ښوونځیو د کیفیت په اړه ټینګار کوي.

د زابل والي ګل احمد رسولي وایي، دغه ښوونځي د زابل په هرې سېمه کې په لوړ کیفیت جوړ شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان وایي، غوښتنه مو دا ده، په هرې سېمې کې چې کار کېږي په ښه کیفیت دې وشي، کیفیت یې ځکه موږ ته اړین دی ځکه دا زموږ د علم مرکزونه دي.

زابل د هېواد یو له جګړه ځپلو ولایتونو څخه دی، او دمګړۍ په یاد ولایت کې د بېلابېلو لاملونه له امله لسګونه ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement