پوسټ کوډ 223046
نیټه خپرول: شنبه 28 وری 140010:45

هند: افغانستان کې د طالبانو له لوري هدفي بریدونه د اندېښنې وړ دي

هند په افغانستان کې د طالبانو له لوري د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښوودلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره بېړني اوربند ته اړتیا ده او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په ټوله سیمه به یې منفي اغېز راښکاره شی.
هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او دلته یې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement