پوسټ کوډ 222997
نیټه خپرول: پنج شنبه 26 وری 140016:07

لویډ: د ځواکونو له ایستلو وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن برسلز وايي، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به هم له افغان ځواکونو سره خپلو ډېپلوماتیکو او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي د ناټو غونډه کې ویلي، افغان ځواګونه اوس دغه وړتیا پیدا کړې چې له خپلو پولو دفاع وکړي، او د خپلو وګرو امنیت ټینګ کړي.
برسلز زیاته کړې، امریکا به له افغان ځواکونو سره په هوايي او مالي برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي، او اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالو بدل شي.
برسلز له افغان ځواکونو په مننه ویلي، چې امریکايي سرتيرو د افغان ځواکونو تر څنګ پوره هڅه کړې چې افغانستان کې د ترهګرو ډیری ځالې له منځه یوسي.
د یادونې وړ ده، تېره شپه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به د روان میلادي کال مې میاشتې له پیل نه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي.
خو د امریکا ځيني سناتوران د بایډن یاده پرېکړه سمه نه بولي ځکه دوی پر دې باور دي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل په غیر مسوولانه ډول به یو ځل کورنیو جګړو ته لمن ووهل شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement