پوسټ کوډ ۲۲۲۹۸۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ ۱۴:۱۶

بلنکین له باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکین د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې پر سر ټیلیفوني خبر کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې بلنیکین په دې خبرو کې د افغان سولې پروسې په پرمختګونو، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او همداشان د افغان سولې په اړه د پاکستان پر رول خبرې کړې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې باجوه هم په یادو خبرو کې ویلي، چې پاکستان د افغانانو په مشري د سولې خبرو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې ددې پروسې د بریا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

باید یاده شي، چې د مۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه شروع کېږي، چې افغان حکومت یې هم هرکلی کړی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement