پوسټ کوډ 222907
نیټه خپرول: چهارشنبه 25 وری 140010:42

د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې ۳۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې افغان ځواکونو په تېرو ۲ میاشتو کې ۲۲۵ طالبان وژلي او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو د فتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو له تېرو ۲ میاشتو راهیسې د ننګرهار په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د طالبانو پر سیمو سخت چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۲۵ طالبان وژلي، ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي او همداشان یې د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د سرچینې په خبره په یاد وعملیاتو کې د طالبانو له لوري ځای پرځای شوي ۵۰۰ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي، د شېرزادو ولسوالي په بشپړ ډول له طالبانو پاکه شوې او همداشان د حصارک ولسوالي هم ګڼې سیمې ورڅخه پاکې شوې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement