پوسټ کوډ 222891
نیټه خپرول: چهارشنبه 25 وری 140009:39

بایډن د "افغانستان" په ګډون مختلفو برخو کې له پوتین همکاري وغوښته

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته د مخامخ خبرو او لیدنې وړاندیز وکړ.

له ولسمشر پوتین سره د جو بایډن د مخامخ خبرو دا وړاندیز په داسې مهال دی چې وروستیو کې ښاغلي بایډن ولسمشر پوتین انسان وژونکی وباله او وروسته یې د اوکراین ختیځ کې د روسیې هر ډول پاروونکې هڅو په هکله خبرداری ورکړ.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ وویل، له روسیې سره به اړیکي سخت پاتې شي، خو هیله لري چې دواړه لوري د ایران د اټومي تړون په ګډون څو ځانګړو برخو کې خپلمنځي همکاري وکړي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ وايي، د روسیې حکومت هم ویلي چې بایډن له ښاغلي پوتین سره خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کولو او د وسلو کنټرولولو، د ایران اټومي تړون، افغانستان او اقلیمي بدلون کې همکاري وغوښته.

د افغانستان برخه کې له روسیې د همکارۍ غوښتنه په داسې مهال ده چې امریکا تازه ویلي، له افغانستان خپل ځواکونو د سپټمبر تر ۱۱ باسي.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د تړون له مخې ټاکلې وه دا ځواکونه د روانې اپرېل میاشتې تر پای له افغان خاورې ووځي.

روسیه تېره میاشت هم د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د امریکا، پاکستان او څو نورو هېوادونو د غونډې کوربه وه.

روسیه د افغان کشالې د حل لپاره افغانستان کې د طالبانو په ګډون لنډمهالی حکومت غواړي او امریکا هم د ورته حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

له بلې خوا روسیه هم له افغانستان د امریکا مسوولانه وتل غواړي او د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت هم تر دې مخکې بیا بیا ویلي چې په مناسب وخت کې له افغانستان ځواکونه ستنوي.

جو بایډن د جنورۍ پر ۲۷ یانې د سپینې مانۍ د واک پر ګډۍ تر کېناستلو اوه ورځې وروسته هم له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې پر افغانستان غږېدلی و، خو هغه مهال یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د مسکو له خوا "د پیسو ورکړې" ته اشاره کړې او په دې هکله یې خپل خپګان ښودلی و.

د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې، هغو خبرو کې ښاغلي بایډن وویل: "د امریکا متحده ایالتونه به د خپلو ملي ګټو د دفاع او د امریکا او ملګرو د زیانمنولو لپاره د روسیې هڅو ته د ځواب لپاره پرېکند عمل وکړي."

د ۲۰۲۰ کال جون کې د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې وویل، د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.

خو مسکو او طالبانو دا تورونه رد کړل.

مسکو څه وايي؟

مسکو لا نه ده منلې چې ولسمشر پوتین د سرمشریزې وړاندیز منلی که نه.

خو د دواړو مشرانو خبرې په داسې مهال دي چې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ پر اوکراین لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ روسیې ته خبرداری ورکړ چې له اوکراین سره پوله کې پاروونکې پېښې له امله به یې پایلو سره مخ شي.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي، امریکا د اوکراین پوله کې د روسیې هڅو سخته اندېښمنه کړې ده: "له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې اول برید وکړ، دومره ډېر شمېر پوځیان یې پولې ته لېږلي نه وو. "

د اوکراین ختیځ ته په دنباس کې نښتې سبب شوې چې مسکو "د خپلو وګړو د مرستې لپاره" خپل ځواکونه پولې ته واستوي.

دنباس کې د بېلتونپالو یوه ډله له اوکراین بېلېدل او روسیې سره ګډېدل غواړي. ورته پېښه کریمیا ټاپو وزمه کې هم شوې وه.

جو بایډن په تېر کې بیا بیا پر خپل روسي سیال نیوکې کړې او هغه یې بدماش او انسان وژونکی بللی.

ښاغلي پوتین هم تېره میاشت جو بایډن ته ځواب کې وویل، څوک چې کومه خبره کوي ځان ته ګوته نسي:

"امریکا د مرییتوب شرموونکي تاریخ لرلو او پر جاپان اټومي بمونو غورځوولو سره وژونکی دولت دی. "

نوموړي ولسمشر بایډن یوې ژوندۍ تلوېزوني مرکې ته هم وباله او ویې ویل:"ښکاره او مخامخ بحث به د دواړو هېوادونو ولس ته جالب وي."

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement