پوسټ کوډ 222792
نیټه خپرول: دوشنبه 23 وری 140014:24

د سولې خبرو کې د ښځو او اقلیتونو پر معنا لرونکې ونډې د خلیلزاد ټينګار

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځینی سفر پای ته ورسوی.

یاد سفارت نن دوشنبه اپرېل۱۲(وري ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال له افغان چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني او دیپلوماتیکو فعالانو سره د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې د چمتووالې په اړه خبرې کړي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "په دغه ټولو ناستو کې سفیر خلیلزاد ټنیګار کړی چې دا مهمه ده چې دواړه لوري د سولې بهیر ګړندی کړي."

د اعلامیې په اساس زلمي خلیلزاد په ټولو لیدونو کې ویلي چې د سولې خبرو کې د ښځو او اقلیتونو معنا لرونکې ونډه اړینه ده.

زلمي خلیلزاد د سولې په خبرو کې د مدني ټولنو او ځوانانو پر ګډون هم ټینګار کړی دی.

که څه هم د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې د پیلېدو نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح تیره ورځ وویل چې ممکن یاده ناسته روانه اونۍ پيل شي.

هغه وویل چې دغه ناستې ته چمتووالی نیول شوی دی او زیاته کړه چې امریکايي لوري د دغه ناستې اجنډا له حکومت سره شریکه کړې ده چې په وینا یې اوربند او د حکومت جوړول یې مهمې مادې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement