پوسټ کوډ 222783
نیټه خپرول: دوشنبه 23 وری 140012:35

دیبورا لاینز له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره کتلي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز په جلا لیدنو کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

له یونما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لاینز په دې ليدنه کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د افغان سولې په روان وضیعت او په ترکیه د جوړېدونکې غونډې په اړه بحثونه کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله لاینز هیله څرګنده کړې، چې د ترکیې غونډه په افغانستان کې د روان ناورین د پای ته رسولو سبب وګرځي او همداراز یې غوښتي، چې افغان لوری باید له واحدې طرحې سره په یاده ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړې دوه اوونۍ وړاندې هم له ولسمشر غني او یو شمېر نورو لوړپوړو سره له لیدنې وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړه او هلته د افغان حکومت او طالب لوري له مرکچي پلاوو سره کتلي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement