پوسټ کوډ 222782
نیټه خپرول: دوشنبه 23 وری 140011:51

افغان سوله کې د هند رول؛ حنیف اتمر، کابل کې د هند له سفیر سره په افغان سوله غږیدلی

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د هندوستان سفیر رویندا تندن له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د افغان سولې لپاره د ترکیې د جوړېدونکې ناستې په اړه خبرې اترې کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاده لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې د محمد حنیف اتمر له قوله ویل شوي، هند د افغان سولې خبرو کې ارزښتمند رول لري، ترڅو په سیمه او نړۍ کې دغه پروسې ته تقویت ورکړي.
د سرچینې په خبره، تندن ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هند به د افغان سولې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي ترڅو افغانستانې کې روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement