پوسټ کوډ 222673
نیټه خپرول: شنبه 21 وری 140013:05

ملي امنیت وايي، کابل کې د داعش ډلې یو مهم مسؤل نیولی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

له یاد ریاست څخه نن شنبه اپرېل ۱۰(وري ۲۱) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د غلام ناصر مشهور په الخراساني په نوم یاد کس مخکې د طالبانو غړی و او د دغه ډلې له مهمو کسانو څخه و.

د ملي امنیت عمومي ریاست زیاتوي نیول شوي کس په کابل ښار کې په لسګونو تروریستي بریدونو، قتل او اختطاف کې مهم رول لاره.

 

بیان زیاتوي چې د طالبانو او داعش ډلې یاد غړی تازه د ملي امنیت عمومي ریاست د عملیاتي مسوبینو د عملیاتو پرمهال د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي معاونیت هم ویلي چې دغه کس د یادو اعمالو له تر سره کېدو وروسته خپل ځان پټ کړی و چې وروسته د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ملي امنیت عمومي ریاست په فاریاب ولایت کې هم د داعش ډلې د یوې ۱۸ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement